د صربيې هېواد د وسلې جوړولو په يوه فرېکه کې چادونې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د صربيې دولتي ټلوېزيون خبر ورکړی چې ياده چاودنه د راکېټونو او نورو مهماتو د ساتنې په يوه انګړ کې شوې ده.
دې ټلوېزيون ويلي، چې چاودنه پرون د سېشنبې په ورځ ناوخته د (لېندۍ په ۲يمه) شوې او په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
چارواکو دا نه ده واضېح کړې چې ياده چاودنه څنګه رامنځته شوې، خو ويلي يې دي چې په اړه يې د امنيتي مسوولانو له لوري څېړې پيل شوي.
د وسلو جوړولو دغه فابرېکه د پلازمېنې بلګراد په ۱۵ کيلومتره کې واقېع ده.