د شهید اوونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون د دغو مراسمو ګډون کوونکو باندې غږ کړی دی چې په دې مراسمو کې دې د یاد کمیسیون له لوري وړاندې شوي قوانین په کلکه مراعات کړي.
۱- هېڅڅوک د دې حق نهلري څو د خلکو رواني امنیت اخلال کړي او عامه امن او نظم له منځه یوسي.
۲- له ملي امنیتي ځواکونو پرته نور هېڅڅوک حق نهلري چې له نظامي یونیفورم او وسلو سره وګرځي او همدارنګه نشي کولای په هوايي ډزو لاس پورې کړي.
۳- هېڅڅوک د تورو ښيښو، بېاسنادو، بېپلېټه او غیرقانوني موټرو د ګرځونې حق نهلري، د سرغړونې په صورت کې یې وسایط ضبط کېږي او په بېلابېل ډوله رنګونو دې د موټرو له رنګولو ډډه وکړي.
۴- هېڅڅوک حق نهلري څو د کاروانونو په بڼه د سړکونو نظم له منځه یوسي او پر سړکونو د ترافیک جریان له بندښ سره مخ کړي.
۵- په کاروانونو کې د دولتي وسایطو له استفادې څخه په کلکه ډډه وکړئ او د لیدلو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شئ.
۶- ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې څو هغه هټۍ چې د وسایطو د رنګ په بدلولو او تزیین لاس پورې کوي، ویې تړي او له څښتنو سره یې قانوني چلند ترسره کړي؛ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، څو کوم کسان چې له پورته یاد شویو ټکو څخه سرغړونه کوي او د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، پر وړاندې یې د قانون له مخې جدي چلند ترسره کړي.