د شمالی وزیرستان د جانې خېلو اوسېدونکي له ۲۳ ورځني پرلت وروسته نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲مه) په اعتراضيه ډول د اسلاماباد پر لور روان شول.
دغه اعتراض کوونکي چې شمېر يې زرګونه تنه دی ادعا کوي، د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنيو بندېدو په تړاو د ځايي اوسېدونکو د غوښتنو په اړه بې تفاوته دی او په خبره يې له همدې کبله يې په اعتراضيه توګه اسلاماباد ته د تګ هوډ کړی.
د يادو اعتراض کوونکو په ډله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي هم موجود دي او اسلاماباد ته يې د حق غوښتنې په موخه د دغه اعتراضيه تګ رهبري په غاړه اخيستې ده.
خو د دغه غورځنګ يو شمېر غړيو خبر ورکړی ورکړی چې پاکستاني پوليسو د خيبر پښتونخوا په بنو کې اعتراض کوونکي درولي او اسلاماباد ته د تګ اجازه نه ورکوي.
دوی ادعا کوي چې پوليسو د اعتراض کوونکو له دې سولهييز کاروان سره له تاوتريخوالي ډک چلند هم کړی او ان ډېری اعتراض کوونکي يې وهلي او ډبولي هم دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د شمالي وزيرستان د جانې خېلو اوسېدونکو د نصيب خان په نوم د يادې سيمې يوه قومي مشر هدفي وژنې په غبرګون کې پرلت پيل کړ.
له دې پرلت څخه د ۲۳ ورځو په تېرېدو سره بيا هم حکومت په ياده سيمه کې د هدفي وژنو بندولو په تړاو د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويلی.