Home » افغانستان » د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو غونډه کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو غونډه کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی

د هند پلازمېنه نوې ډیلي کې د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو کوربه وو.

په دې ناسته کې د مرکزي اسیا د هېوادونو استازو په حضوري او د پاکستان او چین استازو هم په دې غونډه کې په انلاین ډول ګډون کړی وو.

د هند د ملي امنیت شورا د دې ناستې کوربنه وه.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال د دې ناستې په پرانیستونکې وینا کې له ټولو ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د خپلو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په هدف له تروریزم سره په مبارزې او نړیوالې سولې تمرکز وکړي.

د مخدره موادو او تروریزم سره د مبارزې تر څنګ د افغانستان په اوسني وضعیت بحث هم د دې ناستې د اجنډا مهم مسایل وو.

دې ناستې ته د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف ویلي، د افغانستان حالت نه یوازې ترينګلی دی بلکه داسې ښکاري چې دا کړکېچ به ډېر وغځېږي.

د روسیې دولتي خبري آژانس تاس راپور ورکړی، چپاتروشیف په نوي ډيلي کې د شانګهای د همکاريو سازمان غونډې ته په وینا کې ویلي “دا مهمه ده چې د افغانستان حالت له نږدې وڅارل شي ځکه چې ترينګلی دی او دا د طالبانو له واک ته رسېدو د یوه نیم کال په تېرېدو د دوامداره کېدو په حال کې دی.”

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، ایران، او پاکستان د دې سازمان دایمي غړي دي.

افغانستان، بېلاروس او منګولیا د دې سازمان د څارونکي حیثیت لري او تازه سعودي عربستان هم اعلان کړی چې د شانګهای د همکاریو سازمان څارونکی غړی دی.

دغه جګپوړي روسي امنیتي چارواکي ویلي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته ستر ګواښونه او خطرونه متوجه کوي چې ترهګري، د ناقانونه وسلو او نشه ‌يي توکو قاچاق، ناقانونه کډوالي او د افراطيت د فکر خپرېدل يې په ځانګړې توګه یاد کړي.

ښاغلي پاتروشیف د افغانستان د اقتصاد د بیا راپورته کېدو لپاره د امریکا او د لویدیځې ټلوالې مسؤلیت مهم بللی خو په ورته مهال يې دا خبرداری هم ورکړی چې سیمې ته د امریکا او ناټو د پوځي حضور بیا ستنېدل نه زغمل کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...