د سپټمبر ۱۱مې پيښې قربانيانو ته د غرامت په توګه د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د يوې برخې اختصاصولو په اړه د امريکا ولسمشر جوبايډن د فرمان په غبرګون کې، د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو له نوموړي غوښتي چې د افغانستان ياده ټوله شتمني بېرته ازاده کړي.
د سپټمبر ۱۱مې پيښې د قربانيانو کورنيو غړو چې شمېر ۸ کسانو ته رسي، په يوه ليک کې له ولسمشر بايډن غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمني د افغانانو اړوند ده او بايد بېرته هغوی ته ورکړل شي.
دوی له همدې کبله ټينګار کړی چې ولسمشر بايډن دې پر هغه فرمان له سره غور وکړي، چې له مخې يې د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ نيمايي برخه د غرامت په توګه د سپټمبر ۱۱مې پيښې قربانيانو کورنيو ته د ځانګړې کړې.
ولسمشر بايډن د افغانستان ۷ مېليارد ډالرو په ارزښت د کنګل کړای شوې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالر د يوه اجرائيوي فرمان له مخې د يادې پېښې قربانيانو ته د غرامت په توګه ځانګړي کړل او پاتې نور يې د نړيوالو ادارو په لاس د لګولو په موخه له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ځانګړي کړل.
خو پرون امريکايي چارواکو بيا خبر ورکړ، چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري د حضور او وژل کېدو له امله، ولسمشر جوبايډن له طالبانو سره د يادې شتمنۍ د ازادولو په موخه هر ډول خبرې تعليق کړي دي.