Home » سیمه او نړی » د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک د سياسي لانجو له امله استعفا وکړه

د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک د سياسي لانجو له امله استعفا وکړه

د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک په دې هېواد کې د واک پر سر د سياسي لانجو او وروستيو لاريونونو له امله پرون يک‌شنبه ناوخته د (مرغومي په ۱۲مه) د خپلې استعفا اعلان وکړ.

نوموړي د خپلې استعفا د اعلانولو پرمهال وويل، اړتيا ده چې د سياسي اړخونو ترمنځ يوې ملي هوکړې ته د رسېدو لپاره مذاکرات وشي، څو د نوموړي په خبره واک يوه منتخب حکومت ته ولېږدول شي.

حمدوک زياته کړې، اوسنيو سياسي بې ثباتيو ته په پام سره غواړي چې د وضعيت مديريت کولو مسووليت بل وړ کس ته پرېږدي. عبدالله حمدوک د يوې پوځې کودتا په ترڅ کې د سوډان مخکيني ولسمشر عمر البشير له پرځېدو وروسته، په ۲۰۱۹ کال کې د واک د وېش يوې هوکړې په ترڅ کې لومړی وزیر شوی و.

نوموړي ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۳ زېږديز کال پورې به د ګونديزو ټاکنو له لارې واک يوه منتخب حکومت ته لېږدوي. خو د سوډان د ډيموکراسۍ پلوه غورځنګ له لوري د واک د وېش هوکړې له ماتېدو سره، په سوډان کې سياسي بې ثباتۍ زور وکړ تر دې چې لومړی وزير حمدوک په تېر اکټوبر کې د پوځ له لوري په کور کې نظر بند هم شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...