د سوماليې چارواکو خبر ورکړی چې په پلازمېنې موګادېشو ښار کې د موټربم چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي چې چاودنه د ملګرو ملتونو پر امنيتي پرسونل د يوه ښوونځي مخې ته شوې او له همدې کبله په ټپيانو کې ۱۳ تنه زدهکوونکي هم روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د سوماليې چارواکو او يا هم ملګرو ملتونو نه دي ويلي چې ايا په موټربم چاودنه کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم وژل شوي او يا ټپي شوي دي که نه؟
په مګادېشو کې نننۍ موټربم چاودنې مسووليت د الشباب وسلهوالې ډلې منلی او په کې يې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.