د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې او ډېر ژر به دغه خبرې پیل شي.
د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، تر بل هر وخت د سولې لپاره نیږدې شوي او په نېږدې راتلونکې کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي.
نوموړې وایي، د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په لوجستیکي چارو بوخت دي او په څو ورځو کې به یاد پلاوی دوحې ته سفر وکړي.
انوري د خبرو د پیل دقیقه نېټه اعلان نه کړه خو د افغان حکومت مرکچي پلاوي ځینو غړو رسنیو ته ویلي، ښايي په راتلونکو دوو یا درېیو ورځو کې افغان پلاوی قطر ته لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي افغان حکومت تېره ورځ ۲۰۰ طالب زندانیان ازاد کړي او په بدل کې یې طالبانو د افغان حکومت څلور تنه کومانډو ځواکونه ازاد کړي دي.
دغه راز ویل کېږي افغان حکومت او طالبانوهوکړه کړې چې د یو کومانډو سرتېرې په بدل کې به حکومت ۵۰ تنه طالب بندیان خوشي کوي.
بلخوا ځینې سرچینې وایي، د طالب بندیان د خلاصون پروسه نن پای ته رسېږي او افغان حکومت به نن پاتې ۱۸۰ تنه طالب زندانیان هم ازاد کړي.