Home » افغانستان » د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په نیمروز کې د یوې جرګې له لارې د سولې تامین او د اوربند غوښتنه وکړه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په نیمروز کې د یوې جرګې له لارې د سولې تامین او د اوربند غوښتنه وکړه

پرون جمعه د ( لیندۍ ۲۱) په نیمروز ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه وکړه، د یادې جرګې موخه په هېواد کې د جګړې پای، د اوربند تامین او د دایمي سولې راتګ دی.

د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې په لومړي برخه کې ګډونوالو خبرې وکړي، ټولو ګډونوالو ته د سولې په اړوند ۶ موارده په دې موخه ورکړل شوي و چې دوی په دې اړه خپل نظرونه ورکړي، په همدې موخه د جرګې په دویمه برخه کې یاده جرګه په لسو کاري کمېټو وویشل شول او خپل نظرونه یې شریک کړل.

په نیمروز ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبرۍ غړي توریالي هلمند وویل چې افغان حکومت او طالبان دې نور د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي او جګړه ځپلي افغانان دې د یوې دایمي سولې خاوندان کړي.

توریالی هلمند له دواړو لوریو افغان حکومت او له طالبانو وغوښتل چې په خپلو خبرو کې نرمښت راوړي تر څو د سولې اصلي خبرې پیل شي.

په همدې حال کې د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې په دې جرګه کې ټولو ګډونوالو د اوربند او د دایمي سولې غوښتنې لرلې.

افغان حکومت او طالبان دې لومړی اوربند وکړي، دواړه لوري دې په خبرو کې نرمښت راوړي، امریکا او نور هېوادونه دې د نه مداخلې په صورت کې د افغان سولې په پروسه کې همکاري وکړي، دا هغه څه دي چې د جرګې ګډونوالو په یوه پریکړه لیک کې ځای پر ځای کړي وو.

د سولې لپاه د ځوانانو د اړیکو ګروپ د هېواد په ډیری ولایتونو کې دغه ډول جرګې په لاره اچولي او غواړي د دغې لارې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ځوانانو غږ ته ځای ورکړي.  

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...