د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان استازولي وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړتيا ده چې ګډ حکومت رامنځته شي.
دې استازولۍ په يوه اعلاميه کې چې پرون د جمعې په ورځ د (لېندۍ په ۲۶مه) يې خپره کړې ويلي، په داسې حال کې چې افغانستان له بشري ناورين سره مخ دی، نو د کورني امنيت ترڅنګ د سيمهييز امنيت په موخه د خلکو له غوښتنو سره سم دې د اسلامي ارزښتونو، بشري حقونو، د ښځو حقونو او د ټولنيز عدالت د تامين او د نيابني جګړې په موخه د نورو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدو يقيني کولو په موخه، يوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته اړتيا ده.
د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان استازولۍ ټينګار کړی چې د ياد کار لپاره دې د دوحې هوکړې پر بنسټ بينالافغاني مذاکرات بيا پيل شي.
په اعلاميه کې ويل شوي، په هېواد کې د عيني واقعيتو او دغه راز د اسلامي اصولو پر بنسټ رامنځته شوی حکومت کولی شي چې په ملي او نړيواله کچه مشروعيت پيدا او روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د سلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان استازولي داسې مهال ياده اعلاميه خپروي، چې ټاکل شوې سبا د پاکستان په کوربهتوب په اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د نوموړي سازمان غونډه ترسره شي.
په دې غونډه کې به د افغانستان پر موجوده بشري وضعيت او ورته د حل لارو پيدا کولو په اړه د ګډوالو هېوادونو د استازو له لوري بحث او خبرې وشي.