Home » سیمه او نړی » د سوریې په تازه نښتو کې څه باندې زر کسان وژل شوي

د سوریې په تازه نښتو کې څه باندې زر کسان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، د سوریې د امنیتي ځواکونو او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر، بشار الاسد د پلویانو ترمنځ په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو اوښتی دی.

په دې راپور کې راغلي چې په دغو نښتو کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، تر دې مهاله ۱۰۱۸ کسان وژل شوي چې ۱۲۵د نوي حکومت سرتېري،‌ ۱۴۸ یې بشارالاسد ته وفاداره جنګیالي او پاتې نور یې غیرنظامیان و.

بلخوا د سوریې د نوي حکومت ولسمشر، احمدالشرع د جمعې په ورځ د حکومت ضد وسله‌والو څخه وغوښتل او زیاته یې کړه: “مخکې له دې چې ناوخته شي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدئ او تسلیم شي.”

د راپورونو له مخې دغه پېښه په سوریه کې د تېرې ۱۴ کلنې جګړې له پیل راهیسې تر ټولو خونړۍ پېښه بللې شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...