د بهرني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د سوریې حکومت وايي چې د دې هېواد ولسمشر بشار الاسد او مېرمن یې اسما د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دا مهال د دواړو صحي وضیعت د ډاډ وړ دی او د یو څه مودې لپاره به په کور کې وي.
د معلوماتو پر اساس د اسد عمر ۵۵ او د میرمن یې ۴۵ کاله ده.
په ورته وخت کې بیا د سره صلیب کمېټې ویلي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې مخ په دېریدو دي.
معلومات دا دي چې د سوریې حکومت تر دا مهاله په کرونا ویروس د اخته کسانو ثبتې شمېرې ۱۵ زره لري او د مړینې شمېرې بیا له ۱۰۰۰ زیات دي.
راپورونه وايي په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله د کورونا وېروس نژدې ۱۱۷ ميليونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دوه نيم ميليونه زياتو کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.