Home » سیمه او نړی » د سوريې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ومړ

د سوريې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ومړ

ولیدالمعلم د سوریې د بهرنیو چارو وزیر نن د دوشنبې په سهار (د لړم ۲۶ ) مړ شو.

مشهور او پخوانی دیپلومات او د بهرنیو چارو وزارت اوسنی مشر ولیدالمعلم د ۷۹ کالو په عمر له نړۍ وکوچید.

د ولیدالمعلم د مړینې خبر د سوریې دولتي تلویزیون خپور کړی دی، د معلم د مړینې علت لا روښانه نه دی، خو ویل کیږي چې نوموړی د څو کالو راپدیخوا د زړه په رنځ اخته و.

ښاغلي معلم په سوریه کې د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا د بشارالاسد په نظام کې د بهرنیو چارو وزیر و.

راپورنه وايي د سوریې په حکومت کې یوې سرچینې ویلي چې د المعلم مرستیال فیصل مکداد به نوی د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي.

د سوريي بهرنیو چارو وزیر ولیدالمعلم په ۱۹۴۱ م کال کې زیږیدلی و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...