د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، په بامیانو کې د یوه ورځني نندارتون پر مهال د مېرمنو ډېر لاسي صنایع وپلورل شول.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن رسنیو ته ویلي، چې دغه یو ورځنی نندارتون په بامیان ولایت کې پرانیستل شوی و، چې مېرمنو پکې خپل لاسي توکي نندارې ته وړاندې کړي وو.
د دوی په وینا، چې دغه نندارتون د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ د ریاست په ملتیا او د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست په همغږۍ د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او ملاتړ په موخه پرانیستل شوی و.
احمدي زیاته کړې، چې دا ډول نندارتونونه د مېرمنو وړتیا لوړوي او ژمنه یې وکړه چې په روان کال کې به افغاني محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه نور نندارتونونه هم پرانیزي.
دغه نندارتون د بامیان په یوه بازار کې کې پرانیستلی شوی و، چې د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت پکې ښځینه لاسي توکي وپلورل شول.