د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سپین بولدک او تورخم له ګمرکونو څخه لیدنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې له دې کار څخه یې موخه د هېواد په ګمرکونو کې د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.
د خصوصي سکټور غړي هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست له دې اقدام څخه هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې د ګمرکونو له لارې د قاچاق مالونو د مخنیوي او د کورني تولید د ملاتړ لپاره دې خپله پاملرنه زیاته کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ لخوا د ګمرکونو لیدنه د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بولي او زیاتوي چې په دې سفرونو کې باید هېواد ته د قاچاقي توکو د راتلو د مخنیوي لپاره هم اقدامات ترسره شي.