د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او د صادراتو له روان حالت څخه اندېښمن دي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت چارواکي وايي د کرونا له امله نړیوالو مارکېټونو ته د افغان صادراتو د بیا پیل هڅې روانې دي.
دوی زیاتوي چې تر اوسه یې نږدې ۲۰ زره میټریک ټنه صادرات تر سره کړي او هیله ښیي چې د مالي کال په وروستیو دوو ربعو کې به دا کچه نوره هم لوړه شي.
خو افغان سوداګر بيا وایي د صنعت او سوداګرۍ وزارت لا هم نه دی توانېدلی، چې ګاونډیو هېوادونو سره هغه ستونزې حل کړي، چې له امله یې صادرات له ستونزو سره مخ دي.