Home » افغانستان » د سوداګريزو ستونزو حل لپاره د افغان سوداګرو پلاوی پاکستان ته تللی

د سوداګريزو ستونزو حل لپاره د افغان سوداګرو پلاوی پاکستان ته تللی

د افغان سوداګرو يو پلاوی چې مشري يې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې مرستيال خان جان الکوزی کوي، پر سوداګريزو ستونو د بحث لپاره پاکستان ته تللی دی.

دغه پلاوی به د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې په چوکاټ کې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره د هغو ستونزو پر حل خبرې وکړي، چې سودګر په دواړو هېوادونو کې ورسره مخ دي.

د افغان سوداګرو د پلاوي په ترکيب کې چې دامهال په اسلام‌اباد کې دی، يو شمېر کاروباري او سوداګرې ميرمنې هم شاملي دي. د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې رئيس ذبېر موتي‌والا په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې هيله ښودلې، چې په اسلام‌اباد کې د سوداګرۍ په اړه دا مذاکرات به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لنډمهالو او اوږمهالو سوداګريزو ستونو د حل لپاره يوه دايمي حل لار پيدا کړي.

له دې سره د افغان سوداګرو د پلاوي مشر خان جان الکوزي په اسلام‌اباد کې خبريالانو ته ويلي، هڅه کوي چې موجوده ستونزو د حل له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نور هم پراخه او پياوړې کړي.

نوموړي په اوسنيو شرايطو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو اندازې کموالی، په افغانستان کې د عمومي لګښت پر کموالي پورې تړلی او ويلي يې دي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، د دې هېواد عمومي لګښت کم شوی دی.

د تېر ۲۰۱۲ زېږديز کال پرمهال د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ټوله‌ييزه اندازه ۲.۷ مېليارد ډالر وه او تمه وه چې دا کچه له دې څو برابره زياته شي؛ خو په وروستيو کلونو کې برعکس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۱.۵ مېليارد ډالرو ته راښکته شوه.

اوس چې په افغانستان کې عمومي لګښت په بې‌ساري توګه کم شوی او خلکو هم د اخيستو توان له لاسه ورکړی، نو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه ۸سوه ميليون ډالرو ته راښکته شوې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...