د خيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې د امن ځايي حرکت د مشر ادريس خان پر موټر پرون سېشنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) بمي چاودنه شوې ده.
ځايي چارواکو ويلي، چې په چاودنه کې په خپله ادريس خان، د نوموړي دوه ساتونکي او دوه نور عام ولسي وګړي وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، ادريس خان د سوات له مرکز مينګورې څخه لرې د ډاګۍ په نوم کلي ته تللی و او د بېرته راستنېدو پرمهال په لار کې پرې د ريموټ کنټرول بم چاودنه شوې ده.
پر نوموړي د بمي چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نه دی اخيستی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په سوات کې يو وار بيا د تحريک طالبان پاکستان ډلې د وسلهوالو د نفوس زياتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د نورو قبايلي سيمو ترڅنګ په سوات کې هم د وسلهوالو له زياتېدو سره، خلکو اعتراضونه پيل کړل او د پاکستان له حکومت يې وغوښتل، چې په ياده سيمه کې د ناامنۍ مخه ونيسي.