تیره ورځ په بغلان ولایت کې د افغانستان ملي پوځ اړوند ام ډي ۵۳۰ ډوله چورلکه د کپرک په سیمه کې ولویده.
دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې یاده چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوې ده.
په دې پیښه کې د چورلکې دواړو پيلوټانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
نن د نوموړې پيښې د قربانیانو جنازو لپاره د افغانستان د ملي پوځ د جګپوړو چارواکیو په ګډون د جنازې مراسم جوړ شوي و. د پيښې د قربانیانو جنازې د هغوې کورنیو ته وسپارل شوې .