د سعودي عربستان چارواکي وايي د یاد هېواد په دفاع وزارت کې د فساد په اړه څېړنه یې پیل کړې ده.
د سعودي د فساد ضد پلاوي وویل د فساد په اړه دا هغه جنايي څیړنه ده چې ارزښت يې ۳۲۵ میلبیون ډالرو ته رسیږي.
د فساد ضد یاد پلاوی زیاتوي په دې څیړنه کې د چارواکو سربیره یو شمېر سوداګر هم شامل دي او باید ۱۵۹ د فساد قضیې وڅېړلې شي.
د سعودي څخه راپورونه وايي چې د دفاع وزارت د ځینو پوځیانو او ملکي کارکوونکو د ښکېلتیا په اړه رپوټونه ثابت شوي چې له نورو سره یې مشکوکې مالي معاملې کړې دي او د بډو په جرم کې شریک شوي دي.
په سعودي کې یوه سرچینه رسنیو ته ویلي یادو کسانو تورې پیسې یې سپینې کړې چې اندازه یې یو میلیارد او ۲۲۹ میلیون او ۴۰۰ زرو ریالو ته رسېږي.
چارواکي وايي تر اوسه له ۴۸ کسانو پوښتنې ګروېږنې شوې چې ۴۴ یې رسماً تورن شوي او لوټل شوې پیسې د دولت خزانې ته راستنېدونکې دي.