د سعودي عربستان پادشاه له څو ورځو راهيسې د سختې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر کړای شوی و؛ خو پرون يکشنبه د (غويي په ۲۵مه) له روغتون څخه رخصت شوی دی.
د نوموړي د ناروغۍ پرمهال ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د نوموړي ناروغي خورا سخته شوې او ژوندي پاتې کېدو احتمال يې سخت دي.
خو د سعودي عربستان شاهي محکمې تازه ويلي، چې د نوموړي روغتيايي وضعيت ښه دی او له همدې کبله ډاکټرانو له روغتون رخصت کړی دی. د سعودي حکومت له لوري په خپره شوې وېډيو کې ښکاري، چې پادشاه ملک سلمان بن عبدالعزيز کرار د يوې امسا پر مټ قدم وهي.
نوموړي په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې د مسانې عمليات کړي او له هغې وروسته يې د زړه درملنه هم کړې ده.