د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان نن پنجشنبه د (زمري په ۶مه) اروپايي هېوادونو ته د سفر په لړ کې له يونان څخه فرانسې ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون به د انرژۍ د هغې تشې پر ډکولو خبرې وکړي، چې پر اوکراين د روسيې له بريد وروسته رامنځته شوې ده.
په راپورونو کې ويل شوي، چې دواړه لوري به په اروپا کې د انرژۍ د کمښت له منځه وړلو پر لارو چارو خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې د انرژۍ د تمويل سرچينې په ګوته کړي.
خو د محمد بن سلمان يو شمېر منتقيدان بيا فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو ته د نوموړي سفر د حيرانۍ وړ بولي. دوی زياته کړې چې د خبريال جمال خاشقجي د وژلو په مقابل کې نړۍ د سعودي عربستان له وليعهد سره هېڅ ډول حساب نه دی کړی.
سعودي خبريال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي کنسلګرۍ ته تللی و او په دې اړه خپرو شوو راپورونو کې ويل شوي، چې نوموړی هماغلته د سعودي استخباراتو له لوري وژل شوی دی.
د نوموړي له وژل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې سعودي د عربستان وليعهد اروپايي هېوادونو ته په سفر وتلی.