Home » سپورټ » د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه؛ چټک توپ اچونکي رحماني ته موقع ورکړل شوې

د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه؛ چټک توپ اچونکي رحماني ته موقع ورکړل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېته د سریلانکا په همبانټوټا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغان لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په دویمه نېټه د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې په همدې موخه نن د یادې لوبلړۍ لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو. لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني او له مودې وروسته اکرام علي خېل اضافه شوي، خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال چې د سریلانکا پروړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وو، دا ځل د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مل دي.

په لوبډله کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن رحماني،  فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک. دغه راز شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، یمین احمدزی او ضیاء الرحمن اکبر په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

د سیالیو مهالوېش:

لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله سیالي: د جون میاشتې دویمه نېټه، همبانټوټا کرکټ لوبغالی

دویمه یو ورځنۍ نړیواله سیالي: د جون میاشتې څلورمه نېټه، همبانټوټا کرکټ لوبغالی

دریمه یو ورځنۍ نړیواله سیالي: د جون میاشتې اوومه نېټه، همبانټوټا کرکټ لوبغالی

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...