Home » افغانستان » د سریلانکا د کرکټ په تجارتي لیګ کې یو ټیم لغوه شو

د سریلانکا د کرکټ په تجارتي لیګ کې یو ټیم لغوه شو

د سريلانکا د کرکټ په تجارتي لیګ کې هغه ټیم لغوه شوی چې د هېواد ملي لوبغاړی کریم جنت یې د ترټولو قیمتي بهرني لوبغاړي په توګه پیرلی و.

د سري لانکا پریمیر لیګ (ال پي ال) تنظیموونکو د چهارشنبې په ورځ د مې ۲۲مه اعلان کړی چې د دمبولا تندرز ټیم یې وروسته له هغه لغوه کړ چې د ټیم مالک د رشوت او «میچ فیکسنګ» په تور ونیول شو.

له دې یوه ورځ وړاندې د ال پي ال په داوطلبۍ کې د دمبولا تندرز ټیم کریم جنت په ۸۰ زره ډالر اخیستی و.

پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دمبولا تندرز بنګلدیشي الاصله بریتانوي مالک تمیم رحمان یې د پایتخت کولمبو په هوايي ډګر کې په داسې حال کې ونیو چې غوښتل یې دوبۍ ته پرواز وکړي.

که پر نوموړي باندې دا تورونه ثابت شي نو تر لسو کلونو د زندان له سزا سره مخامخ کېږي.

دمبولا تندرز د کریم جنت سربېره د افغانستان دوه نور لوبغاړي حضرت الله ځاځی او ابراهیم ځدراڼ هم اخیستي دي او ددې ټیم لخوا د اخیستل شویو لوبغاړو د برخلیک په اړه تراوسه څه ندي ویل شوي.

دا د ال پي ال پنځم پړاو دی، چې ددې لوبو لپاره یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

د افغانستان توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز په ۵۰ زره ډالر د کولمبو سټرایکرز ټیم پیرلی دی. همدې ټیم بل افغان لوبغاړی الله محمد غضنفر هم اخیستی دی.
په سږني ال پي ال کې په نورو اخیستل شویو افغان لوبغاړو کې، ال راونډر عظمت الله عمرزی، او ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن ځدران او نوراحمد لکڼوال شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د ال پي ال لوبې د جولای په لومړۍ نیټه پیل او د جولای په ۲۱مه پای ته ورسیږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...