Home » سیمه او نړی » د سرحدي تخطيو له امله د تاجکستان او قرغيزستان ترمنځ جګړه شوې

د سرحدي تخطيو له امله د تاجکستان او قرغيزستان ترمنځ جګړه شوې

د قرغيزستان او تاجکستان ځواکونو نن چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) په ګډه پوله کې جګړه کړې او پر يوه او بل يې درنې وسلې هم کارولي دي.

د قرغيزيستان د سرحدي ځواکونو له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د دې هېواد بولاک باشي ولايت په باتکند سرحدي سيمه کې تاجيک سرتېرو سرحدي اصول ماتول او د قرغيزستان له لوري ورته څو ځله خبرداری ورکړل شو، خو د اعلاميې له مخې يادو ځواکونو خبرداري ته پاملرنه ونه کړه او پر قرغيز لوري يې ډزې وکړي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د جګړې له امله قرغيز ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی. په اعلاميه کې که څه هم تاجيک سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې، خو کره شمېر يې نه دی په ډاګه شوی.

په اعلاميه کې ويل شوې چې نښته نن سهار شاوخوا ۹نيمې بجې پيل شوه. بل تاجکستان تر اوسه د يادې جګړې او په کې خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه شوو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

وخت ناوخت په سرحدي سيمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ وسله‌والې نښتې کېږي. که څه هم د دې نښتو د مخنيوي په موخه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په تېر کې متعددې ناستې شوي؛ خو پايله يې نه ده ورکړې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...