د ا.ا د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د ا.ا د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګ لاره نن ۷:۰۰ بجې د لویو او کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
دا لاره تېره شپه د واورې، طوفان او د لید وړ ساحې د محدودیت له امله تړل شوې وه.
د ا.ا د ټولګټو وزارت ویاند ویلي چې نن د سالنګ په ځينو سیمو کې لا هم ورښت جریان لري.
یاد وزارت له موټروانانو او هېوادوالو غوښتي چې د هوا تر مناسبېدو پورې له یادې لارې د تېرېدلو پرمهال له ځان سره ژمني وسایل ولري او له احتیاطه کار واخلي.