Home » افغانستان » د سالنګونو لار به تر چهار شنبې د لویو ګاډو پر مخ تړلې وي

د سالنګونو لار به تر چهار شنبې د لویو ګاډو پر مخ تړلې وي

روانه اوونۍ ښایې تر پایه به د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې بارانونه او ورښت وي، په همدې حال کې د هېواد د ټرانسپورټ وزارت وايي د سالنګونو لار به تر چهارشنبې ورځې پورې د غټو ګاډو او ټیلرو پر مخ تړلي وي.

د یاد وزارت د رسنیزې برخې یو کارکونکی اشرف حقشناس وویل چې دوی دا پریکړه په شمالي سالنګ کې د ورښتونو له امله کړې ده.

حقشناس زیاتوي په سالنګونو کې د غټو او وزن وړونکو ګاډو پرته نور هر ډول ګاډي د مقرراتو په نظر کې نیولو سره تګ راتګ کولای شي.

ځايي مسولین وايي په جنوبي سالنګ کې ۳۰ سانتي متره او په شمالي سالنګ کې ۲۰ سانتي متره واوره اورېدلې ده او په یادو ځایونو کې د واورې اورېدل دوام لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...