Home » سپورټ » د زرغون جام لوبډلې او لوبغاړي اعلان شوې

د زرغون جام لوبډلې او لوبغاړي اعلان شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر پر اساس، ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ په خوست ولایت کې د ملي، نولس کلنو او کورنیو لوبغاړو په شتون کې پیل شي او د مې تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي.

کرکټ بورډ ویلي چې سږ کال په دې سیالیو کې د تنکیو ځوانانو په ګډون څلور لوبډلې برخه لري.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هندوکش سټرایکرز په لوبډله کې نجیب الله ځدراڼ لوبډلمشر، افسرځاځی، ابراهیم ځدراڼ، احسان الله جنت، عثمان غني، شبیر نوري، خالد ذاهدي، دروېش رسولي، کریم جنت، عبدالرحمن، حمزه هوتک، خلیل ګربز، مجیب ځدراڼ، نجات مسعود، ضیاالرحمن شریفي او دولت ځدراڼ شامل دي.

دغه راز د پامیر لیجینډز په لوبډله کې رحمت شاه لوبډلمشر، محمدشهزاد، حضرت ځاځی، شاهدالله کمال، بهیرشاه محبوب، شوکت زمان،احمدظاهر، ګلبدین نایب، طاهرعادل، ظاهرخان،، ابراهیم عبدالرحیمزی، فریدملک، سعیدشېرزاد او عبدالباقي پوپل شامل دي.

د میوند ډیفینډرز په لوبډله کې بیا حشمت شاهدي لوبډلمشر، اکرام علي خېل، نورعلي ځدراڼ، عبدالمالک، صدیق اتل، ناصرجمال، سمیع الله شینواری، حیات الله ناصري، بهار شینواری، ننګیالی خروټی، قیس احمد، عظمت عمرزی, ضیالرحمن اکبر، یامین احمدزی، افتاب عالم او وفادار مومند شامل دي.

د تنکیو ځوانانو لوبډله چې د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې د جونیر چمپینز په نوم شامله شوې، محمدهارون لوبډلمشر او په پاتې لوبغاړو کې نعمان شاه، سهېل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، کامران هوتک، خالد تڼیوال، وفي الله تره خیل، اکرم محمدزی، جمشید ځدراڼ، علي احمد، ناصرحسن، جاوېد پکتین، ګلزارخان، ناصرخان، بشیراحمد، فریدون داودزی، یماعرب،خلیل احمد او نعمان مومند شامل شوي دي.

د ویلو ده چې کرکټ بورډ ادارې دا د راتلونکو اسیا او نړیوالو جامونو لپاره د چمتوالي سیالۍ یادې کړې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...