د تایوان حکومت د یاد هېواد په ختیځ کې د ریښتر ۷.۴ درجې یوې ځمکلړزې خبر ورکړی دی.
د راپورو له مخې، دا ځمکلړزه نن سهار (چهارشنبې، د وري۱۵مه) ختیځ تایوان لړزولی او په دوام یې جاپاني او تایواني چارواکو د سونامي خبرداری هم ورکړی دی.
تر دې مهاله د دې ځمکلړزې له امله د زیانونو په اړه معلومات نشته.
بلخوا د امریکا د ځمکلړزې پېژندنې ادارې د دې ځمکلړزې مرکز د تایوان په «هوالین» ښار کې د ۱۸ کیلو مترۍ په ۳۴.۸ کیلو متره ژوروالي اعلان کړی دی.
د دې ادارې د وړاندوینې پر اساس ګمان کېږي چې تایوان په نږدې جزایرو کې د سونامي موجونو لوړوالی دریو مترو ته ورسېږي.
د ویلو ده چې په تېر ډسمبر کې هم د تایوان په ختیځو سواحلو کې د ریښتر په کچه ۶.۴ درجې ځمکلړزه شوې وه.