Home » افغانستان » د رویداد خبري اژانس او کاردان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د رویداد خبري اژانس او کاردان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د علمي، ټولنیزې او کلتوري ودې په برخه کې د ګډو همکاریو د ترسره کولو په موخه د رویداد خبري اژانس او کاردان پوهنتون ترمنځ د رویداد خبري اژانس د مشرتابه پلاوي او د دغه پوهنتون د مسوولینو، استادانو او علمي کدرونو په شتون کې د ۱۴۰۳کال د وږي په ۲۴مه یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړه‌لیک موخه د اکاډمیک چاپیریال او پوهنتون په منځ کې د انګېزې او هیلو پیدا کول، نوښتونو او ابتکاراتو ته د محصلینو د هڅولو او د استادانو او محصلینو د علمي لاسته راوړنو او څړنیزو پروژو معرفي او روښانه کول دي.

د دې همکارۍ اصلي موخه د بریالیو کیسو جوړول (success story)، د پوهنتون د نامتو استادانو او محصلینو لخوا د ترسره شويو علمي او مسلکي نوښتونو مستند کول او خپرول دي.

هيله ده چې دغه همکاري په هېواد کې د علم او پوهې د ودې او د ځوان نسل د هڅونې له لارې په پوهنتونونو کې د نوښت او ابتکار د فرهنګ د پياوړتیا لامل شي.

کابل، د ۱۴۰۳ کال د وږي ۲۴مه

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...