Home » افغانستان » د روژې له میاشتې راهیسې په کندهار کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي
رویداد خبري آژانس

د روژې له میاشتې راهیسې په کندهار کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، سږ کال د روژې له میاشتې را هیسې په دغه ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي.

دغه کمېسیون وایي، په دې بریدونو کې عمومأ له موټر سایکل کار اخیستل کېږي چې قومي مشران، د امنیتي ادارو کارکوونکي، او پولیس په نښه کېږي.

د دوی په خبره، د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو ترڅنګ له ښځو او کم عمره ځوانانو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دغه ولایت په یو نا امنه ځای بدل شوی دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...