د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو له څو تولیدي کارخونو د لیدنې پرمهال څو کارخونې د قانوني شرایطو د نه پوره کولو له امله بندې کړي دي.
د دې ادارې مسوولین وایي، په تیر یوه کال کې یې ۸۵۰ ټن غیري معیاري خوراکي توکي او درمل له بازارونو راټول او له منځه وړل شوي دي.
له دې کارخونو څخه یوه یې د سوسیس تولیدوونکې کارخونه وه چې له څېړنې وروسته د غیرصحي توکو د کارونې له امله تړل شوې ده.
همداراز د دغو څېړنو په لړ کې د کابل په یوه ناحیه کې د ترشۍ د تولید یو شمېر کارخونې هم د خوراکي سرکې پرځای د صنعتي سرکې د کارولو له امله تړل شوې دي.