په افغانستان کې د انساني کړکېچونو په دوام، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په یاد هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲٫۹ میلیونو ته رسېدلی دی.
دغه سازمان نن (پنجشنبې، د وږي ۲۲مه) په اېکس پاڼه لیکلي، له دې ډلې ۸۵۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې یو پر درې افغان اوسېدونکي په ناامنه خوراکي سیمو کې ژوند کوي او د دغه سازمان په وینا، په یاد هېواد کې وروستیو سېلابونو د بشري کړکېچونو وضعیت لا خراب کړی دی.
یاد سازمان ویلي دي: “د روغتیا نړیوال سازمان د خپلو روغتیایي کارکونکو په مرسته د روان کال په جریان کې د ټول هېواد په ۱۴۰ روغتیايي مرکزونو کې د څه باندې ۲۱۰۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.”
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم په دغه هېواد کې پر شته وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اوسمهال له هرو دوو افغانانو یو په بېوزلۍ کې ژوند کوي.