Home » افغانستان » د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې له افغانستان سره غوره همکاري وکړي

د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې له افغانستان سره غوره همکاري وکړي

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر نوی مشر ایډوین سینیزا سلاودر وايي، د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د دغه سازمان همکاري او همغږي به لا ښه شي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سینیزا د دغه وزارت له سرپرست نور جلال جلالي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د روغتیا نړیوال سازمان به د افغانستان د روغتیايي سکتور د ودې په برخه کې همکاري کوي.

سرچينه زياتوي، چې په دې ناسته کې د روغتيايي سکتور د خدمتونو د پراختيا، په دې برخه کې د اغېزمنې تګلارې پر جوړولو، لرې پرتو سيمو ته لاسرسی، له ساري ناروغيو سره د مبارزې او په هېواد کې د پوليو د لابراتوارونو پر فعاليت هم خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره د نړیوالو ملاتړ کم شوی او د ملاتړو بنسټونو د کموالي له امله د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر روغتیايي مرکزونو فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...