د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د ۷۴۶ روغتیایي مرکزونو له لارې ۴۶ د روغتیایي مرستې رسونې نهادونو د ۳۴ ولایتونو په ۲۸۴ ولسوالیو کې د څه باندې ۶۶۶زره اړمنو افغانانو لپاره روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون (دوشنبې، د وږي ۵مه) ویلي، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۴کال د جولای تر۳۱مه د روغتیایي مرستې رسونې نهادونو شاوخوا ۵۷۸زره له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو افغانانو ته روغتیایي خدمتونه چمتو کړي دي.
ویل شوي چې له روغتیایي خدمتونو څخه ټول برخمن کسان څه باندې ۲۰۸زره ښځینه، څه د پاسه ۱۹۰ زره نارینه، شاوخوا ۶۹زره نجونې او نږدې ۸۴زره هلکان دي.
دې سازمان زیاته کړې، چې افغانستان د پام وړ روغتیایي کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دی، په ځانګړې توګه په کلیو کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی سخت شوی دی.