Home » افغانستان » د روغتیا نړیوال سازمان له هرات روغتون سره مرسته وکړه

د روغتیا نړیوال سازمان له هرات روغتون سره مرسته وکړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تازه د افغانستان لوېدیځ هرات حوزوي روغتون ته د روغتیایي مرستې د استولو خبر ورکړی دی.

دې ادارې پرون (چهارشنبې د اسد ۱۷مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې مرسته کې ۱٫۷ ټنه روغتیايي تجهیزات شامل دي او په وینا یې چې په دې سره به د دوو میاشتو لپاره شاوخوا لس زره کسان تر پوښښ لاندې راولي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې ویلي چې دا مرسته د اروپايي ټولنې لخوا چمتو او استول شوې ده.

دغه سازمان تر دې وړاندې د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او ویلي یې وو چې سږ کال په هېواد کې ۴۲۸ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د کمښت له امله تړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تر ۲۰۲۵ پورې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو لپاره ۴۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...