د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، دغه سازمان غواړي د افغانستان په روغتیايي برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې «تدروس ادهانوم گبریس» د ریاستالوزرا له اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د فعالیتونو دوام له یاد سازمان سره هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا، د مجهزو لابراتوارونو د نصبولو، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي کلینیکونو د جوړولو، د متخصصینو د مسلکي ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د یو مجهز روغتون په جوړولو کې همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې ويډيو کنفرانس کې د روغتيا نړیوال سازمان سيمهييز مسوول «حنان بلخي» هم حضور درلود.
نوموړي د پوليو د تشخيص د لابراتوارونو د پياوړتيا په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د روغتيا نړيوال سازمان همکاري اعلان کړې او زياته کړې یې ده چې دا اداره د روغتيايي مرکزونو د پياوړتيا لپاره هم کار کوي.