غزه کې د پولیو له تشخیص وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان پرون (چهارشنبې، د زمري ۱۷مه) اعلان کړی چې یو میلیون دوز د پولیو ضد واکسین به غزې ته ورسوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر «اډهانوم ګبریسوس» ویلي چې په غزه کې د واکسینو د تطبیق لپاره روغتیایي کارکوونکي ازاد تګ راتګ ته اړتیا لري او زیاته کړې یې ده چې اوربند یا لږ تر لږه «څو ورځې ارامي» د غزې د ماشومانو لپاره اړینه ده.
هغه په یو خبري کنفرانس کې وویل: “د روغتیا نړیوال سازمان څه باندې یو میلیون د پولیو ضد واکسین لېږي، چې په راتلونکوو اوونیو کې به یې تطبیق پیل شي.”
ګبریسوس زیاته کړې: “په غزې کې د فاضله اوبو تشخیص ښيي چې په دې سیمه کې د پولیو ویروس شته او هغه ماشومان چې نه دي واکسین شوي په خطر کې دي.”
تېره میاشت د پولیو نړیوالې لابراتواري شبکې اعلان کړی و، چې شپږ هغه چاپيریالي نمونې چې د جون په ۲۳مه د غزې له فاضله اوبو څخه اخیستل شوې ښيي چې د پولیو دویمه بڼه پکې موجوده ده.
د پولیو دویم ډول د لومړي ډول په څېر کولی شي د هغو ماشومانو د فلج او مرګ لامل شي چې لا یې واکسین نه دي کړي.