Home » سیمه او نړی » د روغتیا نړیوال سازمان: د غزې په شمال کې ماشومان له لوږې مري

د روغتیا نړیوال سازمان: د غزې په شمال کې ماشومان له لوږې مري

د روغتیا نړیوال سازمان د غزې په شمالي سیمو کې د لوږې له امله د ماشومانو مړینه تایید کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر، تدروس ادهانوم ګیبرسیوس وروسته له دې چې د دې سازمان چارواکو د غزې په شمال کې له دوو روغتونونو لیدنه کړې، ویلي چې راپورونه د خوراکي توکو سخت کمښت او د ماشومانو وژونکې خوارځواکۍ په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي په غزه کې دوو روغتونونو ته د لیدنې پایلې «زړه بوږنوونکې» بللې او ویلي یې دي چې د خوړو نشتوالی د لسو ماشومانو د مړینې لامل شوی.

دا د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د غزې دوو روغتونونو ته د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو لومړی سفر دی. تدروس ادانوم په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان له هلو ځلوو سره سره تر دې دمه شمالي غزې ته نور لاسرسی ممکن نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو شمېرو له مخې پر غزې د اسراييلو په بريدونو کې چې د تېر کال د اکټوبر له اوومې پيل شوي تر اوسه له ٣٠ زرو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...