یاد مرکز بلخ ته د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییزې مشرې، حنان بلخي د سفر پر مهال پرانیستل شوی دی.
د حنان بلخي په خبره، په افغانستان کې تر څلور میلیونه ډېر کسان په نشهيي توکو روږدي دي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د هراړخیزو ستراتیژیو پلي کول او د نړیوالې همکارۍ پیاوړي کول د ټولنې د ټولو برخو لپاره د دوامداره حل لارو په موندلو کې مرسته کولی شي.
ټاکل شوې چې په راتلونکو لسو میاشتو کې به په دغه مرکز کې د ۶۲۰ ښځو او ۱۲۰ ماشومانو درملنه وشي.