د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې په افغانستان کې د احتمالي روغتیايي زیانونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د امریکا غږ راپور ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نړیوالو روغتیایي سازمانونو د دوشنبې په ورځ د زمري په لومړۍ نېټه په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د پام وړ روغتیایي ننګونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د روغتیایي پاملرنې کمزوری سیسټم او خدماتو ته غیر مساوي لاسرسی دی.
د راپور له مخې، دا ننګونې د لېږد رالېږد وسیلو د ستونزو، د روغتیا متخصصینو کمښت او کیفیت لرونکي روغتیایی خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله رامنځته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: «په ۲۰۲۴ کال کې، د روغتیا سازمان وړاندوینه کوي چې د راستنیدونکو د راتګ، احتمالي زلزلو او سېلابونو له امله به د روغتیايي زیانونو کچه لوړه شي.”
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې له ۱۷،۹ میلیونو څخه زیات خلک بشري روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۱۲،۸ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې دي او ۵.۱ میلیونه نور له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.