Home » سیمه او نړی » د روسیې پر یوه هوايي ډګر د ډرون برید شوی

د روسیې پر یوه هوايي ډګر د ډرون برید شوی

د روسیې شمال لوېدیځ کې د پسکوف ښار پر هوايي ډګر د ډرون برید شوی دی.

د روسي رسنیو رپوټونو کې راغلي، چې په دغه برید کې دوو اېلیوشین ۷۶ پوځي ترانسپورتي الوتکو ته زیان اوښتی دی.

تر دې وړاندې د پسکوف سیمه ییز والي ویلي و، چې پوځ دغه برید شنډ کړی دی.

هغه پر ټېلېګرام یوه ویډیو خپره کړې چې پراخه اورلګېدنه پکې ښکاري او د یوې چاودنې غږ هم پکې اورېدل کېږي.

پسکوف د اوکرایین له پولې شاوخوا ۶۰۰ کلومتره واټن لري او استونیا سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی.

اوکرایین تر اوسه په دغه برید کې خپله ښکېلتیا نه ده تایید کړې.

کیېف اکثرآ د روسیې خاوره کې دننه پر بریدونو تبصره نه کوي.

خو باور دا دی چې دغه هېواد په دې وروستیو کې د روسیې خاوره کې دننه پر اهدافو د چاودېدونکو ډرونونو په وسیله بریدونه ډېر کړي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...