د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو د یوې سیمې پر فضا یې تېره شپه دوه بېپیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړې یې دي.
روسي چارواکیو ویلي چې دفاعي ځواکونو یې دواړه الوتکې په بریانسک سیمه کې نسکورې کړي چې چاته یې زیان نه دی اړولی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې په مخه د مسکو د دوو هوایي ډګرونو فعالیتونه هم د شاوخوا یوه ساعت لپاره ځنډېدلي وو.
روسي چارواکي دغه بېپیلوټه الوتکې د اوکراین د پوځ اړوندې ګڼي، خو اوکرایني چارواکي په دې اړه ښکاره څه نه وایي.
بل لور ته اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې پر پولتاوا سیمې د روسیې د تازه بریدونو خبره کړې او ویلې یې دي، د تېرې شپې په دغو بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.