ځینو رسنیو د روسي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې روسیې د سوریې پخواني ولسمشر بشارالاسد ته په دغه هېواد کې د پناه ورکولو لپاره ځینې شرایطونه وړاندې کړي دي.
د چارواکو د مالوماتو له مخې په دې شرایطو کې راغلي چې، بشارالاسد به په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه اخلي، د روسي چارواکو له اجازې پرته به له دغه هېواده بل هیواد ته سفر نه کوي او بشارالاسد به تر هغه خپله شتمني نه شي تر لاسه کولای چې، په دې اړه د اړوند مسوولینو له لوري پریکړه نه وي شوې.
د راپورونو له مخې روسیې لا تراوسه بشارالاسد ته پناه نه ده ورکړې او له همدې کبله اوسمهال اسد او کورنۍ یې نظر بند دي او د هغوی پناه غوښتنه د کتنې لاندې ده
د مالوماتو له مخې بشارالاسد په روسیه کې ۲۷۰ کیلو ګرامه سره زر، ۲ میلیارده ډالر په مسکو کې ۱۸ اپارتمانونه لري.