Home » سیمه او نړی » د روسي ځواکونو په تازه بريد کې ۳۵۰ عامو اوکراينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د روسي ځواکونو په تازه بريد کې ۳۵۰ عامو اوکراينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې روسي ځواکونو پرون جمعه د (وري په ۱۹مه) د اوکراين په کراماټورسک ښار کې د اورګاډي پر يوه تم‌ځي توغندی ويشتی او د دې بريد په ترڅ کې سلګونه تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې په دې بريد کې ۵۰ تنه ملکيان وژل شوي او ۳سوه تنه نور ټپيان شوي دي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د روسي ځواکونو دا بريد قصدي عمل بللی او ويلي يې دي، چې روسي ځواکونو اکثره په ورته بريدونو کې ملکيان په نښه کړي دي.

دغه بريد داسې مهال شوی چې د اروپايي ټولنې مشره اورسولا فون ډرلاین او د دې ټولنې د بهرني ساست مشر جوزف بوريل په کېف کې وو او په بوچا ښار کې د ملکيانو د وژل کېدو په تړاو يې له ولسمشر زلينسکي سره ليدنه درلوده.

خو روسي رسنيو بيا د دې ادعا په غبرګون کې راپور ورکړی، چې روسي پوځيانو د اوکراين په کراماټورسک ښار کې هېڅ ډول بريد نه دی کړی. په راپورونو کې زياته شوې چې پر ملکي وګړو مرګوني بريدونه د اوکرايني ځواکونو کار دی.

ټاکل شوې چې پر اوپايي ټولنې سربېره جاپان او ځينې نور هېوادونه هم پر روسيې يو لړ تازه بنديزونه وضعه کړي او دغه راز به له دې هېوادونو ځيني روسي ډيپلوماټان هم و شړل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...