Home » سیمه او نړی » د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن په يوه مهم سفر ايران ته ځي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن په يوه مهم سفر ايران ته ځي

ټاکل شوې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن سې‌شنبه د (چنګاښ په ۲۸مه) په يوه مهم سفر ايران ته لاړ شي.

نوموړی به د خپل دې سفر په ترڅ کې د ايران له مذهبي مشر ايات‌الله خامنه‌يي سره وګوري او له نوموړي سره به د روسيې او ايران ترمنځ د اړيکو او په سيمه کې د دواړو هېوادونو د همکاريو پر زياتولو وغږېږي.

د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې د ولسمشر پوتين سلاکار يوري اشکااوف پرون په مسکو کې رسنيو ته ويلي، چې له خامنه‌يي سره د پوتين ليدنه خورا مهمه ده.

نوموړي زياته کړې، چې روسيه او ايران د نړيوالو او سيمه‌ييزو مسايلو په تړاو سره نږدې او ورته ليدلوری لري او له همدې کبله اړتيا ده چې دغه ليدلوري سره همغږي شي.

د دې ترڅنګ به ولسمشر پوتين په تهران کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره هم وګوري. دوی دواړه به له اوکراين څخه د غنمو پر صادراتو او دغه راز په سوريې کې د ترکي ځواکونو له لوري پر راتلونکو احتمالي عملياتو خبرې وکړي.

روسيه له دې کبله چې په سوريه کې د بشرالاسد د حکومت ملاتړ کوي، په دې هېواد کې دننه د ترکيې د نظامي عملياتو مخالفه ده.

تهران ته د ولسمشر پوتين دا سفر په داسې حال کې دی، چې درې ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر جوبايډن منځني ختيځ ته سفر درلود او د ياد سفر په ترڅ کې يې د ايران او روسيې په اړه مهم مسايل مطرح کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...