د روسيې ملي امنيت شورا خبر ورکړی چې د دې هېواد ملي امنيت شورا سلاکار نيوکولای پاتروشف به سبا دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو امنيتي همکاريو د چينل رامنځته کولو په موخه بيجينګ ته لاړ شي.
په دې اړه د روسيې د ملي امنيت شورا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نوموړی پاتروشف د خپل سفر په ترڅ کې د چين کمونيست ګوند د سياسي دفتر د مرکزي کميټې له غړي يانګ جيچي او دغه راز د ياد دفتر له غړي ګوا شنګکون سره وګوري.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنو کې به د مسکو او بيجينګ ترمنځ په امنيتي برخه کې په سيمهييزو او نړيوالو کچه پر همکاريو بخث وشي.
روسيې ويلي، چې د ستراتيژيکو امنيتي همکاريو د اېجاد ترڅنګ به پر دې هم خبرې وشي، چې روسيه او چين څه ډول په سيمه او نړۍ کې د شريکو ننګونو پر وړاندې مبارزه کولی شي؟
چين او روسيې د ستراتيژيکو امنيتي همکاريو د اېجاد په موخه په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې خبرې پيل کړي او په دې برخه کې هوکړې ته نږدې شوي دي.