د روسيې ټاس خبري اژانس خبر ورکړی چې د تاجکستان او روسيې ولسمشرانو پرون جمعه د (غويي په ۲۳مه) د افغانستان-تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې پر وضعيت خبرې کړې دي.
ټاس خبري اژانس د تاجکستان د ولسمشر دفتر په حواله لېکلي، چې امام علي رحمان او ولاديمير پوتين په افغانستان کې د موجوده وضعيت او دغه راز د تاجکستان او افغانستان ترمنځ په پوله کې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي دي.
د تاجکستان او روسيې ولسمشران داسې مهال د افغانستان پر وضعيت خبرې کوي، چې د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان له خاورې پر تاجکستان څو راکېټونه وېشتل لګېدلي وو. د دې بريد مسووليت د داعش ډلې په غاړه اخيستی و.