د رسنيو د ازادۍ نړيوال اېتلاف يا Media freedom coalition د افغانسان غړيتوب له منځه وړی او ويلي يې دي، چې دامهال په افغانستان کې د رسنيو ازادي محدوده شوې ده.
دې اېتلاف پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۲۷مه) خپله خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د رسنيو ازادي د نړيوالې ټولنې له ژمنو سره برابره نه ده او له همدې کبله يې له ټولو غړيو هېودونو سره په مشورې او د خپلو شرايطو په چوکاټ کې ورته پرېکړه کړې ده.
اعلاميه زياتوي، چې واک ته د طالبانو اسلامي تحريک له رسېد وروسته په افغانستان کې سرپرست حکومت پر رسنيو بنديزونه لګولي او دغه راز د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو خونديتوب او هوساينې ته يې ګواښ پېښ کړی دی.
د رسنيو د ازادۍ دې نړيوال اېتلاف زياته کړې، چې د خبريالانو په پرلپسې توګه ځورول، پر دوی بريدونه او توقيف او دا شان له رسنيو څخه د ښځو لرې کول د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې د رسنيو خپلواکي په تېزۍ سره محدوده او د خبريالانو ژوند له خطر سره مخ شي.
د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد بيا دا رد کړې، چې ګواکې رسنۍ دې محدودې شوي وي. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې رسنۍ په ازاده توګه خپل فعاليتونه کوي او په خبره يې داسې څه نه دي شوي، چې له امله دې يې د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی وي.
افغانستان د رسنيو د ازادۍ نړيوال اېتلاف غړيتوب د مخکيني ولمسشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال ترلاسه او له لږ دوام وروسته يې اوس تازه بېرته له لاسه ورکړ.