Home » افغانستان » د دوحې د ناستې دویمه ورځ له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوه

د دوحې د ناستې دویمه ورځ له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوه

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوحې غونډې دویمه ورځ پیل شوې ده.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي چې د نن (دوشنبه، چنګاښ ۱۱) د غونډې موضوع د خصوصي سکتور ملاتړ او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه ده.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه پرون د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر د پلازمېنې، دوحې په «رټز کارلټون» هوټل کې پیل شوه.

دا غونډه د افغانستان د ښځو، مدني ټولنو او نورو سیاسي ډلو د استازو له حضور پرته د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...